رازمحمد نورزی
 
مینویسم...

د افغانستان اسلامي حزب امير مجاهد ورور حکمتيار سره د اويس توحيد مرکه


پوښتنه: حکمتیار صاحب، په لیزبون کی د ناټو سرمشریزی موافقه وکړه چی د ۲۰۱۴ کال تر پای پوری به خپل عسکر  د افغانستان نه وباسی او دجګړی مسئولیت به افغان ځواکونوته حواله کوی، تاسی دغه بدلون ته په کومه سترګه ګوری؟ په بله معنا دوی د ځواکونو د ایستلو لپاره مهال ویش ټاکلی چی د کرزی د حکومت سره د خبرو لپاره د تاسی اساسی غوښتنه وه؟
ځواب ۱: اجازه راكړئ ستا د لومړۍ پوښتني له ځواب مخكي دا وضاحت وكړم چي زه په دې طمع او موخه له اويس توحيد سره دا مركه كوم چي كريسچين ساينس مونيټور به دا ځل خپل لوستونكي د افغانستان له واقعي صورت حال خبر كړي او د مجاهدينو دريځ به له كوم تصرف او لاسوهني پرته په امانت سره د دوى په وړاندي كېږدي. 
د پوښتني په ځواب كي بايد ووايم: ناټو د جنگ د دوام پرېكړه كړې؛ نه د فوځونو د ايستلو لپاره د معقول او منلو وړ مهال وېش پرېكړه. د ليزبون له سرمشريزي د افغان ولس او د ناټو د سرتېرو د ميندو انتظار دا نه وو چي څلور كاله نور د جگړي د دوام، د مظلومو افغانانو د وينو تويولو او د دوى پر كليو، كورونو، مدرسو او ښارونو  د بمونو ورولو پرېكړه وكړي. د افغان ولس او مجاهدينو غوښتنه دا ده چي بهرني ځواكونه دي له قيد او شرط پرته جگړه متوقف كړي او د يوه معقول مهال وېش مطابق دي له افغانستان ووځي.   
پوښتنه: ایاتاسی موافق یاست جی ناټو سره اوربند وکړئ؟
ځواب ۲: ناټو د جنگ د دوام او د جنگ له لاري د مجاهدينو د ماتولو پرېكړه كړې ده او موږ ته ئې د مقاومت له دوام پرته بله لار او انتخاب نه دئ پرېښى، مقاومت به د سابق په څير او تر مخكي لازيات شدت سره دوام كوي.

ادامه مطلب باندی کلک وکړی


ادامه مطلب
نوشته شده در تاريخ 2011/4/11 توسط رازمحمد نورزی
تمامی حقوق این وبلاگ محفوظ است | طراحی : پیچک