رازمحمد نورزی
 
مینویسم...
میرویس جلالزی

رپوټونه وایی چې د افغان ولسمشر حامد کرزی پر ورور احمد ولي خان کرزی باندی شوی وروستی برید په خپله د طالبانو مشر ملامحمدعمر پلان او جوړ کړی وو . والستریت ژورنال ورځپاڼي  نن دغه خبر د طالبانو له یو شمیر باوری سرچینو په  نکل خپور کړی دی . دغه برید د روان کال د می میاشتی په 18مه نیټه هغه محال وشو چی احمد ولی کرزی له جلال آباد څخه د کابل پر لور روان وو . په دغه برید کې د هغه یوازی یو ساتونکی وژل شوی وو . که څه هم احمد ولی کرزي تر اوسه د دغه برید د طراحینو په اړه نظر نه دی ورکړی خو والستریت ژورنال لیکي چې دغه برید ملاعمر ترتیب کړی وو او ملاعمر به پس له دې په افغانستان کی د ټولو طالبی بریدونو قومانده هم په لاس کی واخلي .

          احمد ولي خان کرزی


ادامه مطلب
نوشته شده در تاريخ 2009/6/24 توسط رازمحمد نورزی
تمامی حقوق این وبلاگ محفوظ است | طراحی : پیچک