د (ش، د) ليکنه
په افغانستان کې د ټولټاکنو په رانږدې کيدو سره په کابل کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفارت چارواکي ددغو ټاکنو له نوماندانو سره په جلاجلا توګه د ليدنو کتونو لړۍ پيل کرې ده په افغانستان کې د امريکا د متحدو ايالتونو نوى سفير کارل ايکينبيري چي له دندې څخه يي شاوخوا دري مياشتې تيريږي ترواسه پوري د ولسمشرۍ له دوو تنو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره له نږدې ليدلي او په وينا غواړي يي چې د ولسمشرۍ له ټولو ٤١ نوماندانو سره په جلا جلا توګه وګوري او ورسره سياسي بحثونه وکړي.
بيري د روانې اونۍ د يکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ له يو تن نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله سره تر ليدو وروسته يوې خبري ناستې د وينا پر مهال وويل چي هېواد يي په افغانستان کې له هيڅ يو نوماند څخه ملاتړ نه کوي او له نوماندانو سره د امريکي سفارت د چارواکو ليده کاته لدوي سره د خواخوږۍ مانا هم نلري.
نو که خبره داسي ده نو د امريکا سفارت مسوولين او په سر کې يي پخپله سفير ولي د هېواد په راتلونکو ټاکنو کې له ټولو سياليو نوماندانو سره له نږدې ليدل کتل غواړي او ورسره سياسي بحتونه کوي.
که حقيقت دا وي چې د امريکا دولت په افغاستان کې له کوم ځانګري نوماند څخه ملاتړ نه کوي نو پريږدي چې ټاکنې ترسره شي او بيا وروسته له هغه چا سره سياسي بحثونه او خبري اتري وکړي چې د خلکو له لخوا د راتلونکي ولسمشر په توګه غوره کيږي.
د تيرې ورځې په خبري کنفرانس کې د روانو ټاکنو يو تن نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله چې يو وخت يي د کرزي په کابينې کي د بهرنيو چارو وزير په توګه پاتي شوى و د ولسمشر کرزي پر حکومت نيوکې وکړې او پر ولسمشر يي غږ وکړ چې مخامخ ورسره په يوه ټلويزيوني مناظره کي ګدون وکړي. (( زه له همدې وخته نه په ګټې اخيستنې سره ښاغلي کرزي ته چيلنج ورکوم، هغوی ته بلنه ورکوم چې په يوه مخامخ بحث کې له ماسره کيني، ما او د افغانستان خلکو ته دا څرګنده کړي چې د ده د واکمنۍ پرمهال ولې افغانستان نارامه وو؟ ))
که څه هم د افغانستان يو شمېر رسنيو د ولسمشرۍ د نوماندانو سره د مناظرو ځينې پروګرامونه پيل کړي دي. خو داسې ښکاري چې افغانان په هومره مينه دغه مناظرې نه ګوري لکه په بهرنيو هېوادونو کې چې وګړي د خپلو نوماندانو مناظرو ته سترګې پرلاره وي
خو که مطرح کانديدان له يو بل سره مخامخ مناظره وکړي، ښايي ډېر شمېر وګړي يې په مينه وګوري او په خبرو يې فکر وکړي او بيا د همدې مناظرو او سپينو خبرو وروسته پريکړه وکړي چې کوم يو کانديد ته بايد خپله رايه ورکړي.
ښاغلى ډاکټر عبدالله عبدالله يو له هغو نوماندو څخه دى چي د ټوک ټوک ملي ټلوالۍ ملاتړ هم ورسره دى د ولسمشر کيدو په صورت کي د نوموړي يو له لومړيتوبونو څخه به داوي چې اساسي قانون ته به تغير ورکړي او د رياستي نظام پر ځاي به پارلماني هغه رامينځته کړي.
نوموړي همدرانګه ويلي چې که په ټاکنو کې بريالى شي نو هرومرو به مجاهدينو ته په حکومت کې ځاي ورکړي او هيچاته به اجازه ورنکړي چې هغوي په سپکو نامو ياد کړي.
د يادونې وړ ده چې په را روانو ولسشمريزو ټاکنو کې ٤١ تنو کسانو ځانونه نومولي دي چې ويل کيږي پکي د اوسني ولسمشر او بل پړاو ټاکنو ته نوماند حامد کرزي پکي ګدون ډاکتر عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى تر نورو ډير مطرح نوماندان دي او هره ورځ يي په ملاتړ بيلابيلې غونډې جوړيږي.
ادامه مطلب